د متحدو عربي اماراتو نوی رهبر وټاکل شو

Your browser doesn’t support HTML5

د خلیفه بن زاید ال نهیان له مړینې وروسته د اوو اماراتو مشرانو نن ( شنبه) د متحدو عربي اماراتو نوی مشر انتخاب کړ. د عربي متحده اماراتو دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې شیخ محمد بن زاید ال نهیان نه د رایو په اتفاق د متحده عربي اماراتو د نوي مشر په توګه وټاکل شو. عربي متحده امارات له اوو اماراتو جوړ شوي چې په کې دوبۍ، شارجه، ابوظبي، راس الخیمه، عجمان، فجیره او ام القوین شامل دي.

د متحدو عربي اماراتو نوی رهبر وټاکل شو