طالبان: په سرپل کې د تېلو د تصفیې چارې پیلېږي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د سرپل ولایت موقعیت

د طالبانو د حکومت کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د تېلو د تصفیې د یوه خصوصي شرکت له خوا د سرپل ولایت د قشقري څاه د تېلو د تصفیې چارې به په نژدې راتلونکي کې پیل شي.

د دې وزارت ویاند عصمت الله برهان بېګا آزادۍ راډیو ته وویل، چې دې شرکت د دې څاه د زېرمې قرارداد په یوه مزایده کې ترلاسه کړی و.

برهان وايي: "په دې مزایده کې چې ۵ ورځې مخکې ترسره شوه د نارت نوبل انرژۍ په نوم د اومو تېلو د تصفیې افغاني شرکت ګټونکی اعلان شو، او په ډېرو نژدې ورځو کې به دا شرکت د تصفیې چارې جاري وساتي."

د برهان په وینا له دې څاه څخه د ورځې شاوخوا لس زره ټنه اومه تېل ترلاسه کېږي او په مزایده کې یې د یو ټن بیه ۶۳۱ ډالره ټاکل شوې ده.