د تاجکستان او روسیې ولسمشرانو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي

د عکس ښي لور ته د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او چپ لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین

روسي رسنۍ وايي، چې د تاجکستان او روسیې ولسمشرانو پرون د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي.

تاس خبري آژانس د تاجکستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر له قوله خبر ورکوي، چې امام علي رحمان او ولادیمیرپوتین د افغانستان د روانو حالاتو او د افغانستان او تاجکستان په ګډ سرحد کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث وکړ.

د تېرې شنبې په ورځ د تخار ولایت له خواجه غار ولسوالۍ څخه د تاجکستان په خاوره کې پر ناڅرګندو اهدافو اوه توغندي ولګېدل.

د دې برید مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش ومانه.