جوزيپ بوريل: د ايران او نړيوالو ترمنځ مذاکرات شوني دي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل وايي، د ایران او ګڼو نړیوالو قدرتونو ترمنځ د مذاکرو د دوام لپاره خنډونه لیرې کړای شوي دي.

د دغو خبرو هدف د ایران د اټومي تړون بیا برحاله کېدل.

د هغه په خبره د خنډونو لیرې کېدل دا امکان برابروي، چې دغه مذاکرې ژر له سره پیل شي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر دا خبرې نن جمعه وروسته له هغې وکړې چې د دې ټولنې استازی انریک مورا له تهران څخه راستون شو.

مورا ویلي، د دغو خبرو د بیا پیل لپاره پرمختګونه تر تمې زیات بهتره دي.