پر افغان ښځو د طالبانو د محدوديتونو ډېرولو ته د بلنکين اندېښنه

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین په خپل ټوېټر باندې لیکلي چې په ټولنه کې د پوره، مساوي او معنا لرونکي مشارکت په برخه کې د نیمايي نفوس د وړتیا جدي محدودول به سوله، ثبات یا پرمختګ ته وده ور نه‌کړي.

بلنکین د افغانستان د ښځو د وضعیت په تړاو د جي اوه هېوادونو تر اعلامیې وروسته دا ټويټونه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین زیاته کړې چې د جي اوه هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په ګډه د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د مخ په زیاتیدونکو محدودیتونو په تړاو خواشیني ښيي.

د جي اوه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو بېګا په خپله اعلامیه کې د طالبانو له خوا د افغان ښځو د ازادیو او حقونو د زیاتېدونکو محدودیتونو سره کلک مخالفت ښودلی او په دې اړه یې خواشیني څرګنده کړې ده.

جي اوه یا د نړۍ اووه لوی صنعتي هېوادونه کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا دي.