د ملګرو ملتونو پرېکړه: اوکراين کې د روسیې له لوري د بشري حقونو د سرغړونو پلټنه دې وشي

اوکراین کې د جګړې یوه صحنه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرون / پنجشنبې په لوی اکثریت یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې د اوکراین په هغو سیمو کې چې روسي ځواکونو موقتاً نیولې وې، د بشري حقونو د سرغړونو او د ملکي وګړو د وژنو د ادعاوو په اړه د پلټنو غوښتنه کوي.

دا پرېکړه لیک د چین او اریتیریا د دوو مخالفو رایو په وړاندې د شورا د ۳۳ غړیو هیوادونو په موافقو رایو تصویب شو.

د راپورونو پر اساس د روسیې له لوري اوکراین کې ګڼ شمېر ملکيان په بريدونو کې وژل شوي دي.