د ایراني تومن او پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې د ډالرو ارزښت مخ په لوړېدو دی

د ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت په کمساري ډول ټيټ شوی.

د افغانستان په دوو ګاونډیو هېوادونو ايران او پاکستان کې د ډالر ارزښت پر له پسې لوړېږي.

پرون په ایران کې د یو امریکايي ډالر ارزښت تر ۳۰۰ زره ریالو یا ۳۰ زره تومانو واوښت.

د چهارشنبې په ورځ هر ډالر په ۲۹ زره او ۱۵۰ تومانه تبادله کېده خو پرون پنجشنبې د ډالر په وړاندې د ایران د تومان ارزښت نور هم ولوېد او هر ډالر په ۳۰ زره ۷۵۰ تومانه تبادله شو.

په همدې حال کې په پاکستان کې د هر ډالر ارزښت تر ۱۹۰ روپیو اوښتی دی.

په وروستیو ورځو کې د پاکستاني روپیو ارزښت پر له پسې کمېږي.