د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش خبرداری ورکوي چې په افریقا کې د داعش او القاعده پر له پسې پراختیا او په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو زیاتېدا د نړۍ سولې او امنیت ته ګواښ ډېروي.
ده چې روانه اوونۍ د هسپانیا په مالاګا کې د ملګروملتو په ملاتړ د تروریزم ضد په اړه غونډې ته وینا کوله، وویل: د تروریزم په وړاندې ځواب باید د قانون له حاکمیت، بشري حقونو او د جنسیت له مساوات سره په همغږۍ کې وي څو اغېزمنتوب یې یقیني شي.
په دې دوه ورځینۍ غونډه کې، چې پرون پای ته ورسېده، حکومتي چارواکو، د نړیوالو موسسو، مدني ټولنو او د بشري حقونو ملاتړ کوونکو ګډون کړی وو او په دې یې نظرونه وړاندې کړل چې تروریزم ته باید څرنګه ځواب وویل شي چې په لړ کې یې بشري حقونه او د قانون حاکمیت خوندي شي.