د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې افغانستان سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د مسوولینو انلاین غونډه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مسوولینو په دې هېواد کې د روان اقتصادي وضعیت او د پانګوالو او سوداګرو پر وړاندې د پرتو ستونزو په اړه خبرې وکړې.

دغې خونې په یوې خبرپاڼه کې چې تېره ورځ ناوخته یې خپره کړې ویلي، د دواړو خواوو په دې انلاین ناسته کې د خونې چارواکو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې له مسوولینو غوښتې چې د بهرنې پانګوالو د جذب او په افغانستان کې د روانو اقتصادي حالاتو د معلومو په موخه یوه هر اړخیزه سروې ترسره کړي.

وړاندې راغلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مسوولینو افغان پلاوي ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکې داسې مهال له ملاتړ کوونکو موسسو سره ناسته کوي، چې د راپورنو پر بنسټ د طالبانو بیا ځلي واکمنېدو سره د افغان سوداګرو او په ټوله کې اقتصادي ستونزې زیاتې شوي.