په میدان وردګ کې د تخت کوتل صنعتي پارک پرانیسته وشوه

میدان وردګو کې د تخت کوتل صنعتي پارک د پرانیستې مراسمو انځور

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په میدان وردګو ولایت کې د تخت کوتل په نوم د یوه صنعتي پارک پرانیسته وکړه.

تېره ورځ د دغه وزارت په ټویټرپاڼه لیکل شوي، چې یاد صنعتي پارک به په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي.

د وزارت په خبره، په یاده ځمکه کې شاوخوا ۷۲ بېلابېلو فابریکو او شرکتونو ته ځمکې ځانګړې شوي چې په لومړي پړاو کې تېره ورځ ۲۰ تولیدي شرکتونو ته په دغه صنعتي پارک کې د پانګونې جوازونه او تصدیق پاڼې ورکړل شوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په داسې حال کې دغه اقدام کوي، چې له دې وړاندې افغان صنعت کارانو او پانګوالو د برېښنا تر څنګ د ځمکو کمښت د ځان پر وړاندې یوه جدي ستونزه یاده کړې وه.