طالبان: د حج زیارتوالو لپاره د پاسپورټ ورکولو بهیر اسانه کېږي

د افغانستان پاسپورټ

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د پاسپورټ ترلاسه کول ډېر سخته شوي، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې د حج د زیارتوالو لپاره به د پاسپورټ ورکولو چارې اسانه کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د پاسپورټ له عمومي ریاست او د حج او اوقافو له ادارې سره یې موافقه لاسلیک کړې چې پر اساس به یې د حج زیارت کوونکو ته د پاسپورټ د وېش بهیر اسانه شي.

د دې موافقې له مخې به د حج او اوقافو اداره د هغو کسانو، چې د بیت الله زیارت ته ځي، د هویت په اړه د پاسپورټ عمومي ریاست ته معلومات ورکوي.