پاریس کې لسګونه کډوال د موټرو له یوې اډې بل ځای ته لېږدول شوي

فرانسوي پولیس

د فرانسې پولیسو کابو ۲۰۰ کډوال چې ډېری یې افغانان دي، پاریس ته نږدې د موټرو له یوې اډې بل ځای ته ولېږدول.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا کډوال ۵ میاشتې پخوا دلته مېشت شوي وو.

په دوی کې یو هم محمد داوود دی.

هغه وايي: «موږ ته دلته روغتیايي او ټولنیز خدمات نه راکول کېږي. هېڅ شی نه لرو. نو ښه ده چې پولیس مو یوه کمپ، کور یا بل ځای ته یوسي.»

تر دې مخکې په فرانسې کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکو ویلي وو، چې اروپايي اتحادیې ته د اوکرایني کډوالو له راتګ سره د دې اتحادیې د غړیو هیوادونو پام له افغان کډوالو اوښتی دی.