ننګرهار کې یو کس خپله مېرمن او ماشومان ټپیان کړي

ارش

د ننګرهار په چپرهار کې یو کس خپله مېرمن او ۴ ماشومان د چړې په وسیله ټپیان کړي دي.

دا پېښه د سې شنبې په ورځ ماښام مهال د یادې ولسوالۍ په للمې سیمه کې رامنځته شوې ده.

ځایي اوسېدونکي وايي، چې د پېښې عامل حزب الله نومېږي او د کورنیو ستونزو له امله یې دا کار کړی دی.

اخوا ځایي مسوولین وایي، چې د پېښې عامل حزب الله نومی یې نیولی او لومړنۍ څیړنې ښیي چې نوموړي د تاریخ تېرو درملو له خوړو وروسته دا عمل ترسره کړی دی.

روغتیاپالان بیا د پېښې د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بولي.