فلسطینۍ خبریاله شیرین ابو عاقله په ډزو ووژل شوه

شیرین ابو عاقله

د الجزیزې ټلویزیوني چینل یو ژرونالیسته نن په لویدیځه غاړه کې په ډزو ووژل شوه.

شیرین ابو عاقله چې د الجزیرې د عربي ژبې ټلویزیون مشهوره فلسطینۍ خبریاله وه هغه مهال ولګېده چې د اشغال شوې لویدیځې غاړې پر جنین نومې سیمې د اسراییلو د برید له جریانه یې راپور ورکاوه.

د ډزو پرمهال په بیت المقدس کې د دېره القدس ورځپاڼې یو فلسطینی خبریال هم ټپي شو خو وضعیت یې ډاډمن دی.