اروپايي ټولنه د نویو چاپ شویو افغاني پاسپورټونو لېږد کې همکارۍ کوي

د عکس ښي لور ته سراج الدین حقاني او چپ لور ته توماس نیکولسن

د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت وایي، د اروپایي ټولنې استازي د نویو چاپ شویو پاسپورټونو په لېږد کې د اسانچارۍ ډاډ ورکړی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن پرون د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني سره په دې اړه خبرې کړي دي.

افغانستان ته د لېږدېدونکو نویو پاسپورټونو شمېر نه دی مشخص شوی، خو خبرپاڼه کې راغلي چې دا د پاسپورټونو نوې چاپ شوې کتابچې دي.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ له پيله د پاسپورټ د ورکړې بهیر ټکنی شوی او طالب چارواکو منلې چې دوی یې د کتابچو له کمښت سره مخامخ دي.