چارواکو په پنجشېر کې د شپږو طالبانو وژل کېدل تایید کړل

آرشیف: په پنجشېر کې د طالبانو غړي

په پنجشېر کې د طالبانو چارواکو په دغه ولایت کې د طالبانو له عمده مخالفې ډلې سره په وسله واله جګړه کې د شپږو طالبانو وژل کېدل تایید کړل.

د افغان اسلامي اژانس په حواله، د پنجشېر د والي ویاند ابوبکر صدیق د دوشنبې په ورځ ویلي په دره ولسوالۍ کې په دې جګړه کې چې تېره جمعه شوې د دوی د شپږو غړو د وژل کېدو تر څنګ دوه نور ټپیان شوي دي.

د مقاومت جبهه چې مشري یې احمد مسعود کوي، د طالبانو په وړاندې په وروستیو ورځو کې د سختو جګړو ادعا کړې ده.