روزګان کې د خپلمنځي شخړې له امله څلور کسان ژوبل شوي

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ

ځايي امنيتي مسؤلين وايي، دغه پېښه تېره ورځ ناوخته پنځه بجې د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ په سګزي سیمه کې د ځمکې پر سر د دوو ډلو ترمنځ رامنځته شوې چې څلور کسان پکې ژوبل شوي دي.

د روزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند اغاولي قریشي نن ازادي راډيوته وویل چې تر پېښې وروسته سملاسي سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او د پېښې په تړاو یې درې تنه نیولي هم دي.

نوموړی وايي، ټپيان چې دوه تنه د یوې او دوه نور د بلې ډلې وو، د درملنې لپاره روغتیایې مرکز ته لېږدول شوي او روغتیایې حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.

قریشي زیاتوي چې په پېښه کې یوتن لاس لرونکی کس له سیمې تښتېدلی او د نیولو هڅې یې روانې دي.