کابل کې د خوراکي توکو د پروسس فابريکه جوړيږي

کابل کې د يوې فابريکې انځور

ټاکل شوې په نېږدې راتلونکي کې په کابل کې د مېوو د جوسو او خوراکي توکو د پروسس یوه کار خونه فعالیت پیل کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بوستان سبز په نوم دا کارخونه چې په نړیوالو معیارونو جوړه شوې، د میوو د جوسونو، روب جوړولو او وچې میوې د پروسس په برخه کې به فعالیت کوي.

په خبرپاڼه کې د کارخونې د فعالیت پیل کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو ویل شوي، چې یاده کارخونه به په دوو کاري شفتونو کې توکي تولیدوي او په هر کاري وخت کې به ۲۰۰ کسان په مستقیم او ۱۵۰۰ کسان هم په غیر مستقیم ډول په کې په کار وګمارل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یادې کارخونې له مسوولانو سره په لیدنه کې هغوی ته ډاډ ورکړی چې د کارخونې د امنیت د ټینګولو ترڅنګ به هڅه وشي چې تولیداتو ته یي هم په کور دننه او بهر بازار موندنه وشي.