د اروپايي کمېسيون مشرې د هنګري له صدر اعظم سره پر روسيې د بنديزونو په اړه خبرې کړي

د اروپايي کمیسیون مشره اورسولا فُن دیرلاین

د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا فُن دیرلاین د هنګري له صدر اعظم ویکتور اوربان سره د روسیې د تېلو پر صادراتو د بندیز په اړه خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی.

اروپايي ټولنه هڅه کوي چې غړي هېوادونه د روسیې د تېلو پر صادراتو ګډ بندیز ته وهڅوي خو د هنګري، سلواکیا او چک جمهوریت په ګډون ځینو غړو له دې طرحې سره مخالفت کړی.

مېرمن فُن دیرلاین پرون پر ټویټر ولیکل چې پر روسیې د بندیزونو او د انرژۍ د امنیت په اړه له اروبان سره د دې بېګانۍ خبرې هيله بخښوونکې وې.