سيګار: افغانستان له کمسارې وچکالۍ سره مخ دی

غور ولايت کې د وچکالۍ يو انځور

د افغانستان د بیا رغونې پر چارو د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار ویلي چې افغانستان له داسې سختې وچکالۍ سره مخامخ دی چې دې هېواد په وروستیو دریو لسیزو کې نده لیدلې.

سیګار پرون په یوه ټویټ کې دا خبره کړې او د سره صلیب او د سرې میاشتې د کمېټو په حواله یې ویلي چې په افغانستان کې په متوسط ډول هغه ساحه ډیره کمه شوې چې تر ژمي مخکې پرې غنم کرل شوي دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرڼې ادارې FAO ویلي و چې افغانستان د ۳۴ ولایتونو له جملې ۲۵ یې سختې وچکالۍ ځپلي چې دې چارې د شاوخوا ۱۴ ميلیون وګړو ژوند اغېزمن کړی دی.