يو شمېر ولايتونو کې زرګونه کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې شوي

د افغانستان د خلکو سره د مرستو يو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام WFP په افغانستان کې له بې وزلو کسانو سره د مرستو په دوام په نورستان، کابل، غزني او سرپل ولایتونو کې په زرګونو کورنیو سره د خوراکي موادو د مرستې خبر ورکوي.

د خوړو نړیوال پروګرام په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې تېره اوونۍ یې د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې ۱۹۱۱ کورنیو، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې څه کم ۱۶۰۰ کورنیو، د غزني په دریمه حصه ولسوالۍ کې له ۱۴ سوه زیاتو کورنیو او د سرپل په ګوسفندي ولسوالۍ کې نژدې ۶۵۰ کورنیو ته د خوراکې موادو مرستې رسولي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې د خوړو له شدید کمښت سره مخامخ دي، شاوخوا ۲۳ ملیون وګړي ښودلي دي.