طالبانو ننګرهار کې د لسګونه داعشيانو د ورتسليمېدو خبر ورکړی

د ننګرهار ولايت نقشه

په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست د دې ولایت په لسو ولسوالیو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د په لسګونو غړیو د تسلیمیدو خبر ورکوي.

د ننګرهار ولایت د استخباراتو ریس ډاکټر بشیر وایي، د قومي مخورو د هڅو په نتیجه کې په لسو ولسواليو ۶۳ داعش وسله وال تسلیم شوي او په خپلو تېرو کړنو يې پښيماني ښودلې.

د هغه په خبره دې کسانو ته په مشروط ډول بښنه شوې او که په راتلونکې کې کومه سرغړونه وکړي نو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.

د طالبانو د استخباراتو د ریاست په وینا په ننګرهار کې چې د داعش د فعالیت یو مهم مرکز ګڼل کیږي، واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې شاوخوا د داعش ۶۰۰ غړي دې ریاست ته تسلیم شوي دي.