د طالبانو بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، دغه سیالۍ چې اوونۍ وړاندې د پکتیا په کوربتوب پیل شوې وې د خوست، میدان وردګو، غزني او لوګر ولایتونو په ګډون سره تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېدې.
ددې ریاست د مالوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې لوګر ولایت لوبډلې د ښو لوبو په کولو سره ددې ټورنمنټ اتلولي وګټله.
دغه لوبې چې اوونۍ وړاندې پیل شوې وې پرون ختمې شوې.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.