ناروې د افغان ښځو اجباري حجاب په اړه پر طالبانو تُندې نیوکې کړي

د افغان ښځو لپاره د جبري حجاب فرمان یوه برخه

ناروې د افغان ښځو د اجباري حجاب په اړه د طالبانو پر فرمان تُندې نیوکې کړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو اعلامیه کې ویلي، طالبان د دې پر ځای چې اقتصادي ستونزو او ټولګډونه حکومت باندې تمرکز ولري ورځ تر بلې ښځې تر فشار لاندې راولي.

د ناروې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هنریک تون ویلي: "د طالبانو د اجباري حجاب او له کوره د نه وتلو فرمان سخت غوسه کړی یم."

طالبانو د شنبې په ورځ فرمان ورکړ، چې ښځې دې حجاب واغوندي او بې موجبه دې له کوره نه وځي.