د اروپايي ټولنې استازي له طالب مشرانو سره ځینې اندېښنې شریکې کړي

نیکلاسن د طالبانو له پوهنې وزیر نورالله منیر سره د لیدنې پرمهال

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن وايي، پرون یې د طالبانو د بهرنیو چارو او پوهنې له سرپرست وزیرانو امیرخان متقي او شیخ نور الله منیر سره د اروپايي ټولنې اندېښنې شریکې کړې.

نیکلاسن نن سهار پر خپل ټویټر لیکلي، چې په دغو کتنو کې یې د ښځو د بشپړ او اجباري حجاب د فرمان پر مسئله د اروپايي ټولنې ژوره اندېښنه شریکه کړه.

هغه لیکلي، چې د ټول مخ پټول، د افغانستان په ډېرو برخو کې د خلکو له کلتور او دود-دستور سره په ټکر کې دي.

طالبانو د شنبې په ورځ یو فرمان صادر کړ، چې له مخې یې ښځې باید بهر چادري یا بشپړ حجاب واغوندي او بې ضرورته له کوره نه وځي.

نیکلاسن ویلي، پرون یې د طالبانو له چارواکو سره تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بیاپرانیستل کېدو غوښتنه هم تکرار کړه.