له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو په اړه کمېټه ټاکل شوې

ارشیف: خوست کې د یوه ښوونځي زده کوونکې

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي، چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د بیاپرانیستل کېدو په اړه یوه کمېټه کار کوي.

د دغه وزارت ویاند عزیز احمد ریان، تېر ماښام ازادۍ راډیو ته وویل، نه پوهېږي چې دغه کمېټه به کله خپل کار پیلوي.

هغه وویل: «تر هغه ځایه چې زه خبر یم، دا واقعیت لري چې د عالمانو یوه کمېټه په دې اړه چې د نجونو ښوونځي تر کومو شرایطو لاندې پرانیستل شي، ټاکل شوې ده.»

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو څه باندې ۹ میاشتې کېږي، خو نجونو ته لا هم اجازه نه ده ورکړل شوې، چې تر شپږم ټولګي پورته نورې زده کړې وکړي.