کاناډا له اوکراین سره د نویو وسلو د مرستې ژمنه وکړه

د عکس ښي لور ته د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي او چپ لور ته کاناډا صدراعظم جستین ترودو

د کاناډا صدراعظم جستین ترودو د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زلینسکي سره پرون تر کتنې وروسته له اوکراین سره د نویو وسلو او تجهیزاتو د مرستې ژمنه وکړه.

ترودو دغه راز اعلان وکړ، چې کاناډا پر اوکراین د روسیې د یرغل په تړاو پر ځینو روسي اشخاصو او شرکتونو تازه بندیزونه لګوي.

په کییف کې یوه کنفرانس ته د وینا پر مهال د کاناډا صدراعظم وویل کاناډا به خپل سفارت بېرته په کییف کې پرانېزي او د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام ته به ۲۵ میلیون ډالره ورکړي، دغه راز به راروان کال کاناډا ته د اوکراین پر وارداتو ګمرکي تعرفه لیرې کړي.