د اسلامي دولت ډلې ادعا؛ د افغانستان له خاورې يې پر تاجکستان توغندي ويشتلي

د افغانستان او تاجکستان پوله

د اسلامي دولت ډلې، یا داعش ادعا وکړه، چې د افغانستان له خاورې یې پر تاجکستان ځینې توغندي ویشتلي دي.

دغه راپور د تاجکستان یا هم د طالبانو د چارواکو له خوا سم دلاسه رسماً نه دی تایید شوی.

افغان اسلامي اژانس نن یکشنبه راپور ورکړی، چې داعش ډلې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې پرون شنبه یې ۷ توغندي د تخار ولایت له خواجه غار ولسوالۍ په تاجکستان کې پر ځینو نامشخصو پوځي اهدافو ویشتلي دي.

د افغانستان ځینو نورو رسنیو د نامعلومو سرچینو په وینا راپور ورکړی، چې ویلي یې دي دا توغندي د تاجکستان خاورې ته توغول شوي دي.

د تاجکستان د امنیتي ځواکونو سرچینو د ازادۍ راډیو تاجکستانۍ څانګې ته ویلي، دا ډول کوم راپور دوی ته نه دی رسېدلی.