ګوترېش: طالبان دې د ښځو او نجونو برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوترېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوترېش د طالبانو د وروستي فرمان په اړه چې ښځو ته یې امر کړی مخونه دې په بشپړ ډول پټ کړي، سخته اندېښنه ښودلې.

ښاغلي ګوترېش نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دی یو ځل بیا له طالبانو غواړي چې له افغان ښځو او نجونو سره پر خپلو ژمنو ودرېږي او د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو له مخې دې په دې برخه کې خپلې شوې وعدې عملي کړي.

په ورته وخت کې د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، طالبان د دې پر ځای چې افغانستان کې اقتصادي ناورین پای ته ورسوي او ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي، د ښځو او نجونو ځپلو ته دوام ورکوي.

مېرمن امیري په خپله ټویټرپانه د حجاب په اړه د طالبانو نوی فرمان «ظالمانه» اقدام بللی.

د طالبانو د مشر هبت اله اخندزاده د نوي فرمان له مخې، د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ته دنده سپارل شوې چې حجاب په جبري ډول پر ټولو افغان ښځو عملي کړي.