د اوکراين پوځ: په تور سمندرګي کې مو د روسيې جنګي کښتۍ ډوبه کړې

د روسي کښتۍ يو انځور چې اور يې اخيستی

د اوکراین د پوځ ویاند سرګي براتڅ - چوک پرون شنبه د ټلګرام چېنل له لارې وویل، د روسیې دغه کښتۍ د اوکراین د بې پېلوټه الوتکې د حملې په نتیجه کې ډوبه شوې ده.

د اوکراین دفاع وزارت ویلي، د روسیې د توغندیو یو سیسټم هم د روسیې تر ولکې لاندې پر یوه کوچني ټاپو نسکور کړل شوی دی.

روسیې په دې اړه تبصره نه ده کړې.