ترکيې په يو شمېر ولايتونو کې له سېلاب ځپلو سره مرستې کړي

د ترکيې لخوا په غور ولايت کې خلکو ته د مرستې ورکولو يو انځور

په کابل کې د ترکیې سفارت وايي په فاریاب، سمنګان، پروان او بغلان کې له ۱۷۰۰ سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره یې له هرات څخه مرستندوی توکي ولېږدول شول.

دغه سفارت برون لیکلي، دغه مرستې به چې د ترکیې د بېلابېلو ادارو له خوا برابرې شوي، پر اړو کورنیو ووېشل شي.

ترکیې تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې له اړو کورنیو سره بشري مرستې کړې وې.