ځايي مسؤلين وايي، د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ د زمان خېلو او لوړ کلي تر منځ د اوبو په سر را ولاړې شوې شخړې په پايله کې لږ تر لږه يو تن وژل شوی دی.
ددغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي ضیالحق حسان ازادي راډيوته وویل، امنیه قوماندان شیخ محمد شریف حليمي سیمې ته رسېدلی دی.
نوموړی وايي، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او ښکېلو کسانو ته به د شرعت په چوکاټ کې سزا ورکول شي.
له سيمې د ازادي راډيو خبريال وايي، چې خلکو اعتراض هم کړی دی او د عدالت غوښتنه يې کړې.