ننګرهار کې د کوټې چت پرېوتو پېښه کې ۴ کسان مړه شوي

په ننګرهار کې د يوه کور د چت پرېوتو انځور

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د کوټې د چت پرېوتو پېښه کې د یوې کورنۍ ۶ غړي مړه او ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او د قرباني شوې کورنۍ خپلوان فارق شاه ازادي راډیو ته وویل، چې تېره شپه د یادې ولسوالۍ اړوند غزو کلي کې د ناصر خان په نوم د یو کس د کور د کوټې چت پرېوتی چې له امله یې د نوموړي ۴ لوڼو خپل ژوند له لاسه ورکړی او مېرمن او زوی یې ټپیان شوي دي.

ننګرهار کې ډېر کله دا ډول پېښې د کورونو د زوړوالي له امله رامنځته کېږي، چې له امله یې خلکو ته د سر او مال زیانونه اوړي.