په لغمان کې د وطن ګټو بند لومړنۍ سروې تر سره شوه

لغمان کې د اوبو یو بند

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په لغمان ولایت کې د "وطن ګټو" بند لومړنۍ سروې د تر سره کېدو خبر ورکوي.

دغه وزارت په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې یاده سروې د اختر په څلورمه پای ته ورسېده او د بند چارې به ډېر ژر په عملي بڼه پیل شي.

ددې وزارت د معلوماتو له مخې، د وطن ګټو بند د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لویه پروژه ده چې د اوبو مدیریت، د برښنا تولید، د موسمي سېلابونو کنټرول، د ځمکې لاندې د اوبو سرچینو پياوړتیا، د چاپېریال ساتنې او خلکو ته د کار پيدا کولو په موخه د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې جوړېږي.

یاد وزارت دغه شان وايي، د وطن ګټو بند چې ۳۰ متره لوړوالی لري؛ ۳۰ میلیونه متر مکعب اوبه ذخیره کولای شي او د ۴ مېګاواټه برښنا د تولید ظرفیت هم ولري.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په داسې کې دا خبره کوي، چې په دې ورستیو کې موسمي سېلابونو د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونو اړولي.