ارزګان کې د تارياکو راټولولو بهير پيل شوى

آرشیف

په ارزګان ولایت کې د طالبانو له بندیز سره سره بیا هم له کوکنارو څخه د تاریاکو ټولول پیل شوي چې اوس دا پروسه نيمايي ته رسېدلې ده.

د ترینکوټ ښار چار چاپېره کرنیزه ځمکو ډېره برخه د کوکنارو په کښت پوښلې، چې د نورو کلونو په پرتله په کې کوکنار ډېر کرل شوي دي.

حکیم الله افغان د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ د تېر جمهوري نظام پر مهال د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په د فتر کې کار کاوه، خو د طالبانو تر واکمندو وروسته بې کاره شوى او اوس يې نېښ وهلو ته مخه کړې ده.

افغان وايي، که څه هم د کوکنارو د کرکېلې استعمال او کاروبار سره مخالف دى، خو وايي د مجبورۍ څخه يې د کوکنارو نېښ وهلو ته مخه کړې ده.

ارزګان کې د تارياکو ټولول داسې مهال پيل شوي، چې د کوکنارو د کښت بندېدو په اړه د طالبانو د مشر ملا هيبت الله اخندزاده د فرمان يوه مياشت پوره کېږي.

په همدې حال کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحدو سرمفتش يا سيګار وايي، د افغانستان د واقعيتونو په پام کې نيولو سره، د کوکنارو د کښت بندولو په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړه ډېره عملي نه ده.

بلخوا په ترینکوټ ښار کې د تاریاکو د پیر او پلور بازار هم ګرم شوى دى.

ارزګان کې بزګران وايي، پر کوکنارو د طالبانو د بندیز اعلان زیات خواشني کړي او زیاتوي که طالبان غواړي د کوکنارو کرکېله بنده کړي نو بدیل کښت دې ورته پیدا کړي.