ايټاليا کې لسګونه کډوال ژغورل شوي او دوه مړه دي

آرشیف

د ایټالیا ساحلي ګارډ د دغه هېواد په لویدیځ کې پرون تر سلو د ډېرو کډوالو د ژغورنې او د دوو مړیو د موندلو خبر ورکړی دی.

د ایټالیا د دولتي تلویزیون په وینا د دې کډوالو لویه برخه د افغانستان دي.

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې، دا کډوال د سیدیرنو ساحلي ښار ته انتقال شوي دي.

د طالبانو تر واکمنۍ راوروسته اروپا ته د افغان کډوالو بهیر یوځل بیا ورمات شوی دی.