د اوکراين له ماریوپول لسګونه ملکي وګړي ژغورل شوي

په ماريپول کې د فولادو فابریکې سيمه

د اوکراین د صدراعظم مرستیالې د ماریوپول ښار د فولادو د تولید له فابریکې څخه د لږترلږه ۵۰ ملکي وګړو د انتقال خبر ورکړی.

ایرینا ویریش چوک پرون پر خپله ټیلګرام پاڼه ولیکل چې په لېږدول شویو کسانو کې ماشومان، ښځې او زاړه کسان شامل دي.

روسي ځواکونو پرون د ماریوپول د بندري ښار د فولادو پر فابریکې حملو ته زور ورکړ.

اوکرایني چارواکو مخکې ویلي و، چې د ۲۰۰ په شاوخوا کې ملکيان او لږترلږه ۲ زره سرتېري د آزوف سټال د فولادو په فابریکه کې ګېر پاتې دي.