د هنګري صدراعظم، ویکټور اوربان یو وار بیا د خپل حکومت پر دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د روسیې په وړاندې د اروپايي ټولنې د بندیزونو د تازه پېشنهاد شوې بستې ملاتړ نه کوي.
په دغو بندیزونو کې له روسیې د تېلو د واردولو منع کېدل هم شامل دي.
اوربان نن د هنګري له دولتي راډیو په خبرو کې وویل، دغه بندیزونه، په اټومي بم د هنګري د اقتصاد په نښه کولو معنی لري.
ده زیاته کړه، بوداپست د هغو پېشنهادونو مخالف نه دی، چې د هنګري ګټو ته زیان نه اړوي.
تر دې یوه ورځ مخکې اروپايي ټولنې، له اوکراین سره د روسیې د جګړې له کبله پر روسیې د سختو بندیزونو له سختې بستې پرده پورته کړه.