فلسطيني بريدګرو درې اسرايليان وژلي

اسرايلي عسکر

اسرائیلي چارواکو ویلي، دوه فلسطیني بریدګرو د پنجشنبې په ماښام د تل ابیب په یوه ښارګوټي کې درې اسرایلیان د چړو په ګوزاونو وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي.

اسراییلي پولیسو د بریدګرو د موندلو لپاره چې په موټر کې تښتېدلي دي په پراخه کچه عملیات پیل کړي دي.

د اسراییلو صدر اعظم نفتالي بینیټ د پنجشنبې په ماښام د لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره تر لیدو وروسته وویل: "موږ به ترهګر تعقیب کړو او هغوی به د دې کار تاوان ورکړي."

د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ تاوتریخوالی په دې وروستیو کې په اسراییلي اتباعو د بریدونو، په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د پوځي عملیاتو او په الاقصی جومات کې د نښتو له امله زیات شوی دی.