د بيلاروس ولسمشر: د اوکراین جګړې د غځېدو هیله مو نه درلوده

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو، چې د مسکو کلک ملاتړی دی، پرون (پنجشنبې) وویل چې تمه یې نه لرله چې د اوکراین جګړه به دومره اوږدېږي.

لوکاشینکو له اسوشیتیډ پریس خبري اژانس سره په مرکه کې، له دې سره سره چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا بیا د لوېدیځ او اوکراین پر ضد د اتومي وسلې د کارولو ګواښونه کړي، وویل چې له اتومي وسلو څخه د کار اخیستو مخالف دی.

ده ونه ویل چې ایا پوتین له اتومي وسلې څخه د کار اخیستو پلان لري او که نه.