ایران د افغان کډوالو سر شمېرنه پيل کړې

ارشیف

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په خپل هېواد کې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړ چې په سرشمېرنه کې ګډون وکړي.

د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې، وحیدي وویل چې د افغان کډوالو سرشمېرنه پیل شوې او هڅه کوي چې په لنډ وخت کې یې بشپړه کړي.

د ده په وینا د افغانانو لپاره دا سرشمېرنه جبري ده او که چا په سرشمېرنه کې برخه وانه خیسته، قانوني چلند به ورسره وشي.

ایران ادعا کوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته شاوخوا یو ميلیون نور افغانان دغه هېواد ته پناه وړې ده.

د ایران د کورنیو چارو وزیر د دغه شمېر د معلومولو لپاره هم د افغان کډوالو سرشمېرنه ضروري وبلله.