د جرمني صدراعظم اولاف شولټز له کاسوو او سربیا وغوښتل چې د اړیکو د عادي کولو لپاره د خبرو د بیا پیلېدو په پروسه کې رغونکی دریځ خپل کړي او غواړي دا وویني چې د بالکان دا هېوادونه د اروپایي ټولنې غړي شي.
هغه پرون چهارشنبې په برلین کې د کاسوو له صدراعظم البین کورټي او د سربیا له ولسمشرالکساندر وچیچ سره جلا کتنې ترسره کړې.
دغه کتنې د هغو هڅو یوه برخه ده چې هدف یې د اړیکو د عادي کیدو لپاره د هغه په ټپه درېدلي حالت له منځه وړل دي چې د تېرکال له دوبې راهیسې په خبرو کې رامنځ ته شوی دی.
کاسوو او سربیا په ۲۰۱۱ کال د اروپایي ټولنې په مشرۍ هغو خبرو کې شامل شوي چې هدف یې د اړیکو د عادي کېدو لپاره د یوې الزامي هر اړخیزې موافقې ترلاسه کول دي.