فرانسې او هند په افغانستان کې د بشري وضعیت اړه اندېښنه څرګنده کړه

د عکس ښي لور ته د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او چپ لور ته د هند صدراعظم نرندرا مودي په پاریس کې د خبرو پرمهال

فرانسې او هند په افغانستان کې د بشري وضعیت او له بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

په هغه ګډ بیان کې چې د فرانسې د ولسمشرایمانویل مکرون او د هند د صدراعظم نرندرا مودي ترمنځ په پاریس کې له کتنې وروسته خپور شوی، دواړو مشرانو د یوه سوله ییز، امن او باثباته افغانستان څخه خپل کلک ملاتړ څرګند کړی.

د بیان له مخې هند او فرانسې په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو ترڅنګ، د ښځو، نجونو او اقلیتونو د حقونو د درناوي غوښتنه کړې ده.

دا هغه عمده غوښتنې دي، چې نړیوال یې د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره مطرح کوي.