طالبان: وروستیو ورښتونو او سېلابونو دوه سوه هکټاره ځمکه ویجاړه کړې

په پروان کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو انځور

د طالبانو حکومت د کرنې وزارت وايي، د وروستیو ورښتونو له امله په راوتلو سېلابونو کې، په بېلابېلو ولایتونو کې دوه سوه هکټاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند ملا مستعین عمري نن ازادي راډیو ته وویل، د کرنې وزارت د پلاوو په ملتیا پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او همکارو موسسو ټیمونه سیمو ته رسېدلي دي چې له زیانمنو سره بیړنۍ مرستې وشي.

د نوموړي په خبره، د سروې تر بشپړېدو وروسته به د حکومت د وس او توان په اندازه له کروندګرو سره نورې مرستې هم وشي.

عمري دا څرګندونې ورسته له هغې کوي، چې په تېرو دوو ورځو کې د افغانستان په څو ولایتونو کې د سېلابونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي تاوانونه رسېدلي دي.

د طالبانو حکومت په مشرۍ د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو پر بنسټ د ورښتونه او سیلابونه اټکل د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې شوی دی.