د امریکا متحد ایالتونه ۱۶ ایم آی -۱۷ هیليکوپټرې چې واشنګټن د افغانستان د پخواني حکومت لپاره اخیستې وې، اوکراین ته ورکوي.
دا خبره سیګار، چې د افغانستان چارې څارې، پرون چهارشنبې وکړه.
د امریکا دفاع وزارت د جنورۍ په میاشت کې په یوه یادښت کې کانګریس ته ویلي و چې غواړي اوکراین ته هغه ۵ روسي هیليکوپټرې ورکړي چې په اوکراین کې ترمیم کېږي.