ازبکستان له افغانستان سره په پوله وسله واله نښته رد کړه

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډه پوله کې د ازبکستان سرحدي سرتېري

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګنې له افغانستان سره په پوله کې وسله واله نښته شوې ده.

دغه وزارت پرون په یوه بیان کې وویل، چې له افغانستان سره د ازبکستان په پوله کې وضعیت ارام دی او پوله د معمول په شان خوندي ده.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې دغه راز راغلي، په ټولنیزو شبکو کې د افغان سرچینو پر اساس خبرونه خپاره شوي چې ګواکي پرون چهارشنبه د افغانستان – ازبکستان په ګډه پوله کې مرګونې نښته شوې ده خو دا خبرونه هیڅ حقیقت نه لري.