طالبانو د احمد شاه مسعود قبر ته نږدې پر اتڼ او نڅا غبرګون وښود

ارشیف: په پنجشېر کې د احمد شاه مسعود قبر ته نږدې د طالبانو سرتېري. September 15, 2021

طالبانو د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود قبر ته نږدې د یو شمېر کسانو د اتڼ او نڅا په اړه په غبرګون کې ویلي چې دا مسئله د دوی د پالیسۍ ښکارندويي نه کوي بلکې دا کار هغو کسانو کړی چې په اختر کې د تفریح لپاره پنجشېر ولایت ته تللي وو.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد بې له دې چې د احمدشاه مسعود نوم واخلي، په عین حال کې ویلي، چې د دغو کسانو هدف د جهادي شخصیتونو سپکاوی نه وو.

ده د دغو کسانو کار د هغوی بې پروايي بللې ده.

د احمدشاه مسعود مقبرې ته نژدې د یو شمېر کسانو نڅا او اتڼ د احمدشاه مسعود د پلویانو له لوري د نوموړي سپکاوی بلل شوی او په دې کار یې عکس العملونه ښوولي دي.