اروپايي ټولنه د روان کال تر وروستيو له روسيې د تېلو واردات بندوي

ارشیف

اروپایي ټولنې د روسیې پر تېلو د بندیز لګولو په اړه خپل پلانونه په ډاګه کړل چې له مخې به يې دغه ټولنه د روان کال تر پایه په بشپړه توګه د روسیې اومه او چن شوي تېل بند کړي.

دغه اعلان نن د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فون دیرلاین وکړ.

دا شپږم وار دی چې دا ټولنه پر اوکراین د یرغل په خاطر پر روسیې بندیزونه لګوي.

د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړیو هېوادونو تر نننۍ غونډې یوه ورځ مخکې سلواکیا او هنګري ویلي و چې دوی د دې ملاتړ نه کوي چې اروپا ته د روسیې د تېلو او ګازو پر صادراتو بندیز ولګول شي.

اروپایي ټولنې دغه راز نن پر روسیې د بندیزونو په ترڅ کې د روسیې درې بانکونه په نښه کړل چې د سویفت یا د پیسو د لېږد رالېږد له نړیوال بانکي سیسټم څخه به ایستل کیږي.