د خوړو نړيوال پروګرام: تېره يوه اوونۍ کې زرګونه کورنيو سره مرستې شوي

په خوست کې له بېوزله کسانو سره د مرستې انځور

د خوړو نړیوال پروګرام په کابل، نیمروز او هرات ولايتونو کې په تېره یوه اونۍ کې له زرګونو بې وزلې کورنیو سره د مرستې خبر ورکوي.

دغه پروګرام نن په څو ټویټونو کې ویلي چې په کابل ولایت کې یې په تېره یوه اوونۍ کې له ۶۰۰ کورنیو سره نغدي مرستې شوې چې په دې سره په ټول کابل ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې ۳۷۶۱۳۹ کسانو ته مرسته رسولې ده.

دې پروګرام ویلي چې د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې یې له۱۶۳۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې او تېره اونۍ د هرات ولایت د کهسان په ولسوالۍ کې یې ۲۴۵۱ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته رسولې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، روان ۲۰۲۲ کال په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ ميلیون وګړي خوړو ته سخت اړ دي.