د فراه مستوفيت مسؤلين: عوايد يې دوه برابره ډېر شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د فراه ولايت موقعيت

د فراه ولايت د مستوفيت مطبوعاتي برخې مسؤلينو نن ازادي راډيو ته وویل، د ۱۴۰۰ مالي کال د وروستۍ ربعې عواید د تېر کال د همدې ربعې د عوایدو په پرتله نېږدې دوه برابره ډېر شوي.

د فراه مستوفیت رسنیزه برخه زیاتوي چې د مستوفیت د رهبرۍ او همکارانو په مرسته یې د ۱۴۰۰ کال په وروستۍ ربعه کې دوی ۱۶۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

ویل کېږي چې د فراه مستوفیت د تېر کال په وروستۍ ربعه کې ۸۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي وو.

د فراه مستوفیت مسولان وايي، هڅه کوي چې په ۱۴۰۱ مالي کال کې د عوایدو کچه تر دې هم لوړه کړي.